![]() |
||
|
| Hits:89 |
| ولسي جرګې ته د کابينې ۷ نوماند وزيران معرفي شول |
|
د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا ولسي جرګې ته د پاتې ۷ وماندو وزیرانو نوملړ د باور د رایو اخیستو لپاره واستول شو.
د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوني وويل چې له تېرې کابو يوې میاشتې راهيسې يې له افغان حکومته د پاتې کابينې د غړو د معرفي کولو څلور وارې غوښتنه وکړه، خو ايله نن (شنبه، د جون ۲۶مه) يې د اوو نوماندو وزیرانو لېست ورولېږه. په دې نوملړ کې دغه لاندې کسان د پاتې بېلابېلو وزارتونو لپاره نومول شوي دي: بسم الله خان: (د پوځ اوسنی لوی درستیز) د کورنیو چارو د وزارت ته نوماند، اسدالله خالد: (د کندهار پخوانی والي)، د سرحدونو وزارت ته نوماند، داود علي نجفي: (د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء پخوانی رييس)، د هوايي چلند او ترانسپورت وزارت ته نوماند، انوارالحق احدي: (د ماليې پخوانی وزير)، د سوداګرۍ وزارت ته نوماند، سرور دانش: (د عدليې پخوانی وزير)، د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند، جماهير انوري: د کډوالو چارو وزارت ته نوماند، عبدالقدوس حميدي: د فواید عامې وزارت ته نوماند، د تېرې چهارشنبې پر ورځ د ولسمشر کرزي ویاند وحيد عمر يوې خبري ناستې ته وويل چې د کابينې د پاتې وزيرانو لېست به ډېر ژر ولسي جرګې ته د د يوه رسمي مکتوب له لارې واستول شي. ښاغلي عمر ويلي وو دغه کسان د هغوی د وړتیا او تجربې له مخې ټاکل شوي او هیله ښيي چې ولسي جرګه د باور رایې ورکړي. وړاندې ولسي جرګې ويلي وو که چېرې د ولسمشر کرزي د کابينې پاتې نوماند وزيران ولسي جرګې ته ژر ورونه پېژندل شي، نو دوی به اعتصاب وکړي. جرګې ته د ورمعرفي کېدونکو نوماند وزيرانو په دويم پړاو کې هم ډېر اټکلونه دا وو چې ګواکې رد شوي نوماند وزیران به يو ځل بيا نويو پوستونو ته معرفي شي ، خو هغه ځل تر ډېره نوې څېرې وې. د ولسي جرګې د داخلي وظايفو له مخې هغه نوماند وزيران بيا هماغه وزارت ته ځان نه شي نومولی چې تېر ځل يې د تاييد رايه په کې نه ده خپله کړې . ولسي جرګې د حامد کرزي د نوې ۲۵ کسيزې کابېنې يوازې څوارلسو غړو ته د باور رايه ورکړې ، چې د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر ترې کابوه دوه اوونۍ وړاندې استعفا ورکړه. |