IN English
Daily Ausaf Leading News Resource of Pakistan
Hits:70
سارك هېوادونه د ترهه ګرۍ٬ د انسانانو او نشه ئي توكو قاچاق او نورو جر مونو په ضد په ګډه د كار كولو لپاره يوه خله شو۔ رحمان ملك
اسلام: د بهرنيو چارو وزيررحمان ملك وئېلې دي سارك هېوادونه د ترهه ګرۍ٬ د انسانانو او نشه ئي توكو قاچاق او نورو جرمونو په ضد په ګډه د كار كولو لپاره يوه خله شو۔ سارك غړي هېوادونه په ګډه د ترهه ګرۍ ستونزې سره مخ دي- د مخ نيوي لپاره د سارك د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه كښې ګټه ورې خبرې اترې وشوې۔ رحمان ملك د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزيرانو غونډې د ختمېدو څخه وروستو د سارك عمومي سېكتر سره خبري كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔ ده ووې د دې غونډې بنيادي موضوع د ترهه ګرۍ ختمول وه د كومې لپاره چې ټول شريك هېوادونه يوه خله او يو زړه شو۔ ده ووې دې غونډه كښې ووئېلې شو چې هر مذهب د امن او يووالي تعليم وركوي او مذهب له به د كوم خاص مقصد لپاره د كارولو اجازه ورنكړې شي۔ غونډه كښی په دې اتفاق وشو چې د دا ډول غونډو په بنياد به د غړو هېوادونو ترمينځه اړيكې له مضبوطولې شي۔ ده ووې اوس وخت راغلې دې چې د ترهه ګرۍ لعنت يوازې د هېوادونو په كچ نه بلكې د سيمې په كچ هم ختمولو لپاره په ګډه هڅې وكړې شي۔ ده ووې كه طالبان دلته راغلې وې نو دوي به نورو هېوادونو ته هم خپلې پښې غزولې وې۔ د هندي هم منصب سره د ملاقات په حقله ده ووې دا يو پياوړې ملاقات ؤ۔ ده وو د ترهه ګرۍ په حقله اولس مشر څو څو واره دا خبره كړې ده چې د دې د ختمولو لپاره دې مائنډ سېټ بدل كړې شي۔ ده ووې حكومت په دې لړ كښې په بشپړ توګه ګامونه پورته كړې دي۔ د يوې پښتنې په ځواب كښی ده ووې سارك هېډكوارټر كښی به يو مركز قائمولې شي كوم چې به ترهه ګرو ته په لاس د راتلونكو مرستو څارنه كوي۔ ده ووې د سارك غړو هېوادونو خپل مينځ كښې دا لوظ وكړو چې د دوي د هېوادونو خاوره به د ترهه ګرۍ لپاره نشي كارولې۔ دوي ووې د سارك هېوادونه په شان د يوې كورنۍ دې او مونږ به په ګډه د ترهه ګرۍ مخ نيوې كوو۔په دې مهال د سارك عمومي سېكتر ووې د ترهه ګرۍ ٬ د نشه ئي توكو او انسانانو قاچاق او نورو جرمونو په ضد د سارك هېوادونو سوچ يو دے په دې چارو غونډه كښې تفصيلې خبرې اترې وشوې۔ ده ووې هند او پاكستان خپل مينځ كښې اختلافات يو خوا ته د كېخودلو يو بل سره لوظ وكړو او دا كنفرنس يو ښه او تعميري كنفرنس ؤ۔