|
اسلام آباد : د هند د كورنيو چارو وزير پي چدم برم وئېلې دې چې د ده د خپل پاكستاني هم سيال سېنېټراے رحمان ملك ترمينځه د ون آن ون ملاقات به مثبتې نتيجه ترلاسه شي۔ د خالي پھ ورځ د سارك د كورنيو چارو د وزيرانو كنفرنس د ختمېدو پھ مهال خبري كنفرنس ته خطاب كښې پي چدم برم ووې چې د ده او د رحمان ملك ملاقات ښه شوې دې ۔ ده ووې چې مونږ يو بل سره نيغ په نيغه خبرې اترې كړې دي او زه دا اعتماد لرم چې د دې ملاقات به مثبتې نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووې چې زما په زړه څه وو هغه مې ده له ووې او چې څه رحمان ملك غوښتل ده ماله ووې۔ د يوې پښتنې په ځواب كښې ده ووې چې پاكستان د ممبئي بريدونو پھ لړ كښې د 7 كسانو په ضد مقدمه چلولې ده مونږ بريدونو كښې د ككړو نورو كسانو په ضد د مقدمې چلولو خبره كړې ده او مونږ له په دې لړ كښې مثبت سوچ خپلول پكار دي ۔ ده ووې چې ترهه ګري يوه مهمه مسله ده او بايد مونږ دې له خاص پام اوكړو۔ د ه ووې چې رحمان ملك سره په ټولو شخړو خبرې شوې دي او ملاقات مثبت وو ۔ ده ووې چې د ممبئي بريدونو د دواړو هېوادونو ترمينځه په خبرو آغيز غورزولې وو خو اوس وزيراعظمان ٬ د بهرنيو چارو وزيران او د كورنيو چارو وزيران ملاقاتونه كوي او دا مثبت پرمختګ دے |